د نويو پروژو د پرانيستي په پار د افغانستان شمال ته د اسلامي امارت د رهبرۍ سفر

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۲۳:۳۷
M

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملاعبدالغني برادر په مشری، د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه پلاوي د يوشمېر نويو عمراني پروژو د افتتاح په پار بلخ ولايت ته سفر وکړ. په دې سفر کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست ملانورالله نوري، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی عبدالرحمن راشد، د صنعت او سوداکرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د ماليې سرپرست وزير ملا هدایت الله بدري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستيال ذبیح الله مجاهد او د کورنيو چارو وزارت مخدره توکو سره د مبارزې مرستيال وزير ملا عبدالحق د رياست الوزرا د اقتصادي مرستيال ملتيا کوي. د اسلامي امارت د کابينې غړي د شمالي ولايتونو د وضعيت ارزونې په پار د بلخ په ولايت کې مشورتي ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د بلخ ولايت والي مولوی قدرت الله ابوحمزه، د جوزجان مرستيال والي مولوی گل محمد سلیم او د شمالي ولايتونو يوشمېر چارواکو شتون درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

BACK TO NEWS

User account menu