د نورستان د کامدېش په ولسوالۍ کې د سېلاوونو د راوتو له امله د اوښتي مالي او سر زیان په اړه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د خواشینۍ او ډاډګېرنۍ پیغام!

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۹:۱۴
mobta

 

د نورستان ولایت کامدېش ولسوالۍ د مېردېش په کلي کې د سېلاوونو د راوتو له امله زموږ لسګونو هېوادوالو ته مرګ، ژوبله او ترڅنګ یې مالي زیانونه اوښتي دي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په داسې حال کې چې ځان په دې ویر کې شریک بولي هغو هېوادوالو ته چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی د پاک رب له دربار څخه ورته د فردوس جنت، ټپیانو ته د روغتیا او غم ځپلو کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه کوي .

دغه راز له خپلو شتمنو هېوادوالو او اړوندو کورنیو او بهرنیو ادارو څخه غواړي، چې زموږ د یادو هېوادوالو لاسنیوې وکړي او د مرستې لاس ور وغځوي.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۲
Background image

باميان ولايت کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ شخړه حل شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د باميان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر د ولايتي اداري په ملتيا د دغه ولايت په پنجاب ولسوالۍ کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

ارزګان کې د يوې ترافيکي پېښه له امله راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د يوې ترافيکې پېښې له امله راپورته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر ملا عبدالهادي حاجي امين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۷
Background image

هلمند کې دوه جلاجلا مرګوني شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د هلمند ولايت ناوه ولسوالۍ په ګوهرګين سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د اوبو پر سر را پورته شوې شخړه، چې له کبله يې يوکس وژل شوی او اته نور پکې. . .

BACK TO NEWS

User account menu