د ننګرهار ولایت د هزار ناو په سیمه کې له کلونو راپاتې شخړه هواره شوه.
د ننګرهار ولایت مهمندري ولسوالۍ د هزار ناو کلي په سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ له کلونو را پاتې شخړه نن هواره او په دوستۍ بدله شوه. په دې جرګه کې د ياد ولايت علماء کرامو، قومي مشرانو په ګډون د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس قاري رحمت الله غازي عمر او يو شمېر ځايي چارواکو هم ګډون درلود. دغه راز جرګې ته د قاري رحمت الله غازي عمر د هر اړخيزو ويناوو ترڅنګ علماوو او قومي مشرانو هم خبرې وکړې ويې ويل: چې د اسلامي امارت تر سيوري لاندې سوله ایز ژوند د الله تعالی ستر نعمت ده او په دغه ولایت کې يې ټولو مېشتو قومونو ته د اسلامي ورورولۍ او اتحاد په فضاء کې د ژوند کولو لارښوونې وکړې او دغه راز يې د دواړو قومونو ترمنځ د يوه ګډ پرېکړه ليک په لوستلو سره ياده شخړه پای ته ورسوله چې د دواړو لورو له خوا ومنل شوه او د بیا ځلې شخړې د نه کولو ډاډ یې ورکړ.