د نظام ساتنه او پیاوړتیا د هر افغان ملي وجیبه ده!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۹:۵۳
mobta

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمدزي په هېواد کې د تاتارانو قوم د انسجام شورا له مشرتابه او یو شمېر غړو سره په کتنه کې وکړې.

په دې کتنه کې د تاتارانو قوم په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې او خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې چې د پوهنې، روغتیا، پراختیایي پروژو د تطبیق او ورته نورو برخو کې وې د حل په موخه یې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.

دوی دغه راز د قومي جوړښتونو پر پیاوړتیا، ملي یووالي، د سولې ټینګښټ او د شته جمهوري نظام څخه د ولسي ملاتړ په برخو کې د وزارت د مشرتابه هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او د شته نظام، او تلپاتې اوربند ملاتړ یې او له وزارت سره یې د خپلو همکاریو ډاډ وکړ.

ورپسې ښاغلي محمد یعقوب احمدزي راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ له دوی څخه مننه وکړه، چې د شته نظام د ملاتړ ترڅنګ یې د خپلو ولسونو یو لړ سیمه ییزې ستونزې د حل په موخه ورسره شریکې کړې، دغه راز نوموړي زیاته کړه چې د ګران هېواد ولسونه باید په اوس وخت کې د نظام، تلپاتې اوربند غوښتلو، د هېواد له لوړو ملي ګټو بشپړ ملاتړ وکړي، ځکه د نظام ساتنه د هر افغان ملي وجیبه ده، تر څو نظام مو لا پیاوړی او هېواد مو له سیالانو سره سیال شي.

په پای کې ښاغلي احمدزي دوی ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي او د تاتارانو قومي مشرانو ته به د هېواد په ملي او نړیوالو ورځو د لمانځلو په برخه کې ونډه ورکړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتيا کې يوکلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷  

د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ نېږدې د يو کال په موده کې رامنځته شوې دښمني، چې ګڼ خپلمنځي اختلافات يې پېښ کړي وو، د پکتيا ولايت د سرحدونو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu