د ناور ولسوالي په مستحقو کوچي کورنيو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه
دوشنبه، ١٨ جمادي الااول١٤٤٤
د غزني ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په همکاري او د هستو نړيوالې مؤسیسې په مالي ملاتړ د روان قمري کال د ربيع الثاني په ٣ نيټه د غزني ولايت په ناور ولسوالي کې چې پخوا د کوچي کورنيو لپاره د مرستو د وېش سروي پيل شوې وه او تر دې مهاله يې ٧٧٢ کورنۍ د مرستې وړ بلل شوې وې د يادې مؤسیسې له لوري پرې نن ځیني خوراکي توکي:غوړي، اوړه،او لوبيا ووېشل شول. ياده دې وي چې د هستو نړيوالې مؤسیسې د مرستو دا لړۍ به د ژمي په موسم کې هم روانه وي او له مستحقو کورنيو سره به د خوراکي توکو مرسته کوي.