د مولوي مجیب الرحمن انصاري وروستۍ نا مسوولانه څرګندونې وغندل شوې!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۹:۲۴
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم او د هېواد دیني عالم ښاغلي اسمعیل روحاني په داسې حال کې چې یو شمېر قومي مشرانو هم ګډون درلود، نن دوشنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر ۴ نېټه د هرات ګازرګاه جومات د ملا امام وروستۍ څرګندونې، چې په اوسني نظام کې کارکول کبیره ګناه ده وغندلې.

ښاغلي محب الله صمیم وویل: چې انصاري یو افراطي ملا او افراطي سابقه لري، په هرات کې د ښځو وهل ټکول، د محکمې له حکم پرته یو چاته سزا ورکول او په نورو غیر قانوني کارونو کې ښکېل دی. ښاغلي محب الله صمیم زیاته کړه: چې دا خبرې د هغه خپلې نه دي، بلکې د نورو له خوا دیکتې شوي دي او له دین څخه په ناسمو تعبیرونو او څرګندونو د کورني امنیت د ګډوډولو هڅه ده.

د افغانستان اساسي قانون یو اسلامي او جامع قانون دی او شته نظام د همدې قانون له بطن څخه راټوکېدلی دی. دا ډول څرګندونې د ولس، له امنیتي او دفاعي ځواکونو چې هره ورځ د هېواد د ساتنې او زموږ د ولس د هوساینې لپاره قرباني ورکوي، له ماشومانو، کونډو رنډو سره دښمني ده.

د ولس او دین دښمنان باید پوه شي، چې دا پخوانی افغانستان نه دی، چې شاته لاړ شي، پرمختګ یې کړی دی، د شعور کچه په کې پورته تللې ده. اوس دا هېواد د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې، په تفسیر او فقه کې متخصصین لري او کار کوي. په سلګونه زره سرښندونکي اتلان لري، ازادې رسنۍ لري. دا د هغه وخت ټولنه نه ده اوس یې ډېر توپیر کړی دی، په داسې څرګندونو یې څوک له مخکې تګ څخه نشي ستنولی.

هغه دا څرګندونې د حکومت د مامورینو ژوند ته ګواښونکې او د تحریکولو یو هڅه وبلله. وې ویل چې ما شخصا عدلي او قضایي ارګانونو ته عریضه کړې، چې هغه تر عدلي تعقیب لاندې ونسیي.

mobta

دغه راز دیني عالم او قومي مشر مولوي محمد اسمعیل روحاني هم د اسلام له نظر دغه څرګندونې ناسمې وبللې، وې ویل: د نظام د اهمیت په اړه الله(ج) فرمایلي باید په ټولنه کې نظام واوسي، تر څو د ظالم او جابر مخه ونېول شي. عدالت او قانون تطبیق شي، موږ نظام لرو حاکمیت لرو، ملي ځواک لرو، چې په دیني او ملي روحیه روزل شوي او دنده یې د ملک ساتل دي، د خپل ملک او هویت نه د دفاع په لاره کې مرګ شهادت دی، ستاسو دنده تر هر چا مقدسه ده، ستاسو دنده جهاد دی، ستاسو مرګ شهادت دی.

نوموړي وویل: عالم هغه څوک دی چې په زړه کې یې د خدای(ج) د حق ویره پرته وي. په ټول ملي نظام باندې دا ډول فتوا هېڅ ډول شرعي جواز نه لري.

انصاري هغه مهال چې انفجار او انتحار کېږي ولې خپل غږ نه پورته کوي. په داسې حال کې چې د مسلمانانو قتل کبیره ګناه ده. د ا حرام دی، بغاوت دی، هر څوک چې زموږ نظام ننګوني خپل ایمان یې په خطر کې دی.

وروسته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم او ښاغلي روحاني د بېلابېلا رسنیو پوښتنو ته هر اړخیز ځوابونه وویل.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu