د منځنۍ آسیا د فرهنګ په لېږد کې د افغانستان ونډه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست لخوا (د منځنۍ آسیا د فرهنګ په لېږد کې د افغانستان ونډه) تر عنوان لاندې ۱۰۰۰ ټوکه کتاب چاپ شو، په یاد کتاب کې د فرهنګ، سوداګریزو توکو، مذهب او د ثقافت په اړه سیمې ته د منځنۍ آسیا د فرهنګ په لېږد کې د افغانستان په ونډه باندې بحث او خبرې شوې دي او په یاده برخه کې د افغانستان ارزښت جوت شوی دی.