د ملي شورا په دواړو مجلسونو کې د بېلابېلو ولایتونو د خلکو له استازو، سناتورانو، مخورو او لسګونو قومي مشرانو سره کتنه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۱۰:۰
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن سې شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب میاشتې پر ۲۷ مه نېټه د ولسمشر له سلاکار او ښاراو کورجوړولو له پخواني وزیر ښاغلي محمد یوسف پښتون، په ولسي جرګه کې د بېلابېلو ولایتونو د خلکو له استازو هر یو ښاغلی عبدالولي افغان، د کندز استازی ښاغلي مومند، دارزګان استازی ښاغلي قدرت الله رحیمي، د بغلان استازی ښاغلي احمدزي، د ننګرهار استازی ښاغلي شپون، او ګڼ شمېر قومي مشرانو او مخورو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ملي یووالي، د سولې د ټینګښت، د قومونو په انسجام، په خپلو سیمو کې د ملي پروژو په پلي کولو او د هېواد د روان وضعیت په اړه له قومي مشرانو سره په سلا مشورو بحث او خبرې وشوې.

همدا راز ښاغلي بارکزي په خپلو خبرو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ټولو مېشتو درنو قومونو ګډ کور وباله او وې ویل: چې د یاد وزارت دروازې د تل په څېر ستاسو پرمخ پرانېستې او ستاسو سلا مشورې اړینې دي.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu