د لوګر ولايت له قومي مشرانو سره ناسته

khoram2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۵:۶
ليدنه

سه شنبه ۱۴۴۶/۶/۱۵

د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو وزارت د جرګو اوقبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې د لوګر ولايت محمد آغې ولسوالۍ له قومي سپين ږيرو او مشرانو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې پر مهال يې د يادې ولسوالۍ لسګونه قومي مشرانو ګډون درلود خپلې ستونزې او مشکلات وړانديګې کړل او د دغه ولسوالۍ د دستک سيمې د زراعتي ځمکو د ملکيت په تړاو يې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه، ترڅو ياده ځمکه چې د دوی په وينا سلګونه کلونه پرې هستوګن دي له لاسه ونه وځي.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين د دغو قومي سپين ږيرو خبرې واوريدې او د حل په موخه يې ډاډ ورکړ نوموړي وويل: موږ هڅه کوو چې د ولسونو لویو او وړو ستونزو ته پر وخت رسېدګي وکړو او ډاډ درکوو چې ستاسو ذکر شوې ستونزې به د حل په موخه د مسؤلو مشرانو سره شريکوو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۲
Background image

باميان ولايت کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ شخړه حل شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د باميان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر د ولايتي اداري په ملتيا د دغه ولايت په پنجاب ولسوالۍ کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

ارزګان کې د يوې ترافيکي پېښه له امله راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د يوې ترافيکې پېښې له امله راپورته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر ملا عبدالهادي حاجي امين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۷
Background image

هلمند کې دوه جلاجلا مرګوني شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د هلمند ولايت ناوه ولسوالۍ په ګوهرګين سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د اوبو پر سر را پورته شوې شخړه، چې له کبله يې يوکس وژل شوی او اته نور پکې. . .

BACK TO NEWS

User account menu