د لرغونی بلخ ولسونو د یوې پراخې جرګې په ترڅ کې له جمهوري نظام او ملي امنیتي او دفاعي ځواکنو څخه خپل ملاتړ څرګند او د دولت پر وسله والو مخالفینو یې غږ وکړ، چې دایمي اوربند وکړي

mobta-af
شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۱۴:۳۶
mobta

په هغې جرګه کې چې له همدې امله نن شنبه، د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د حمل د میاشتې په ۱۴مه نېټه په مزارشریف ښار کې جوړه شوې وه، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم او ورسره مل پلاوي، سیمه ایزو دولتي چارواکو، د عالمانو شورا مشر او غړو، د ولایتي شورا مشر او غړو، ټولنیزو فعالانو، د بېلابېلو قومونو مشرانو، ځوانانو خویندو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

غونډه د کلام الله مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل او د هېواد ملي سردو خپور شو.

ورپسې د بلخ ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریس ښاغلي صفوي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست او د غونډې اجنډا او موخې يې بیان کړې.

وروسته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم، د لرغونی بلخ ولایت له ولسونو څخه چې د جمهوري نظام او ملي امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ کوي د مننې په ترڅ کې وویل: یوازې ټاکنې د واک د لېږد معقوله لار ده او دا په ولسواکو نظامونو کې یواصل دی، ښاغلي صمیم وویل: موږ باید خپلې ټولې لاسته راوړنې، چې هغه ددې هېواد د سرښندونکي ولس او زړورو بچیانو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو او قربانیو په پایله کې تر لاسه شوي دی، وساتو.

محترم محب الله صمیم وویل: چې له ټاکنو پرته نظامونه کمزوري وي، ځکه چې له ولسي ملاتړ څخه برخمن نه وي، باید د ولسواک نظام پر لور ولاړ شو، له نظام او خپلو ارزښتونو څخه ساتنه وکړو، ملي ارمانونو ته هغه مهال رسېدلی او له هېوادنیو لوړو ګټوڅخه هغه مهال په ښه توګه ساتنه کولای شو ،چې ولسونه سره متحد شي، ځکه زموږ بریا او سر لوړي په ملي یووالي کې ده.

mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر زیاته کړه: افغانان له جګړې ستړي دي، د دولت وسله وال مخالفین باید د ولس غږته،چې هغه د تلپاتي اوربند غږدی، لبیک ووایي ځکه چې له اوربند پرته د تلپاتې سولې ټینګښت ستونزمن کاردی. همدا مقدماتي مسایل دي چې د سولې د بهیرپه لارکې اسانتیاوې رامنځته کوي.اوزموږهڅې هم له همدې امله دي، چې څومره ژرکېږي نورله هېواد څخه د جګړې ټغرد تل لپاره ټول شي اوافغانان د خپل هېواد ابادۍ ته د یوې رښتینې اوبا عزته سولې په شتون کې مټې راونغاړي.

همداراز نورو ویناوالو هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د ولسونو په یووالي او دغه شان د قومي جرګو په جوړولو کې له ښاغلي محب الله صمیم څخه د مننې په ترڅ کې د جمهوري نظام او د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ ا د دولت پرمخالفینو یې غږ وکړ، چې دایمي اوربند وکړي، ترڅو هېواد له روانو بدبختیو څخه وژغورل شي او روانه ناروا جګړه پای ته ورسیږي.

غونډه په هېواد کې د تلپاتې سولې په ټینګښت سره پای ته ورسېده

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتيا کې يوکلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷  

د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ نېږدې د يو کال په موده کې رامنځته شوې دښمني، چې ګڼ خپلمنځي اختلافات يې پېښ کړي وو، د پکتيا ولايت د سرحدونو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu