د قلعه ‌ذال سرحدي ولسوالي له یو شمیر مشرانو سره کتنه

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۲۰:۲۶
mobta

سه شنبه۲۶ جمادي الاول١٤٤٤

د کندز ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئيس ښاغلي مولوي احسان الله ثاقب قلعه ‌ذال سرحدي ولسوالي ته د خپل سفر په ترڅ کې له یو شمېر ځایي قومي مشرانو سره د یادې ولسوالي په مقر کې وکتل. قومي مشرانو ښاغلي مولوي احسان الله ثاقب ته تر ښه راغلاست ويلو وروسته د مالداري په برخه کې خپلې ستونزې شریکې کړې او زیاته یې کړه چې اړونده اداره دې له موږ سره د مالداري د ودې او پراختیا او دغه راز د مالونو د درملو او نورو یو لړ توکو مرسته وکړي. ورپسې د سرحدونو، ق ق چارو رئيس مولوي احسان الله ثاقب له دوی سره په خبرو کې د یادې ستونزې په حل کې د همکاري ژمنه وکړه او له مشرانو یې وغوښتل چې خپلې ټولې ستونزې دې په کتبي ډول ورسره شریکې کړي تر څو يې د حل په موخه لازمي کړنې ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu