د غور ولایت په مرکز فیروز کوه کې د یووالي او همغږۍ غونډه تر سره شوه.
د غور ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت له لوري د قومونو د یووالي، ورورولۍ او ستونزو ته د رسیدګي په موخه غونډه جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د ولایت مقام او یو شمېر ادارو رئیسانو، سلګونه قومي مشرانو او علماء کرامو ګډون کړی وو.
په پیل کې د یاد امریت آمر محمد حسین فرقاني وویل: له دغه ډول غونډو جوړیدو مو هدف د هیواد د قومونو او حکومت تر منځ د یووالي او همغږۍ راوستل دي، هغه زیاته کړه چې د سرحدونو قومونو او قبالیو چارو وزارت د ولس او حکومت تر منځ د ارتباطي پل حیثیت لري او ستاسي ټولې غوښتنې او وړاندیزونه تر اړوندو مراجعو رسوي.
ورپسې د ولایت او د نورو ادارو مسؤلینو، علماوو او قومي مخورو د دغه ولایت ټول میشت قومونه یووالي، ورورولي او یو بل منلو ته راوبلل. دوی د هیواد ازادي او امنیت لوی نعمتونه یاد کړل او دا یې لوی د شکر ځای وباله چې ټول قومونه په یوه غږ د یوه نظام تر چتر لاندې را ټول دي.
همدا راز قومي مخورو د داسې غونډو جوړول د دولت او خلکو تر منځ په واټن کمولو کې مؤثرې وبللې او پر خپل منځي اتحاد او یوالي یې ټینګار وکړ.