د غور ولایت په مرکز فیروز کوه کې د یووالي او همغږۍ غونډه تر سره شوه.

mobta-af
Sun, Mar 05 2023 10:51 AM
mobta

د غور ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت له لوري د قومونو د یووالي، ورورولۍ او  ستونزو ته د رسیدګي په موخه غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د ولایت مقام او یو شمېر ادارو رئیسانو، سلګونه قومي مشرانو او علماء کرامو ګډون کړی وو.

په پیل کې د یاد امریت آمر محمد حسین فرقاني وویل: له دغه ډول غونډو جوړیدو مو هدف د هیواد د قومونو او حکومت تر منځ د یووالي او همغږۍ راوستل دي، هغه زیاته کړه چې د سرحدونو قومونو او قبالیو چارو وزارت د ولس او حکومت تر منځ د ارتباطي پل حیثیت لري او ستاسي ټولې غوښتنې او وړاندیزونه تر اړوندو مراجعو رسوي.

Mobta

ورپسې د ولایت او د نورو ادارو مسؤلینو، علماوو او قومي مخورو د دغه ولایت ټول میشت قومونه یووالي، ورورولي او یو بل منلو ته راوبلل. دوی د هیواد ازادي او امنیت لوی نعمتونه یاد کړل او دا یې لوی د شکر ځای وباله چې ټول قومونه په یوه غږ د یوه نظام تر چتر لاندې را ټول دي.

همدا راز قومي مخورو د داسې غونډو جوړول د دولت او خلکو تر منځ په واټن کمولو کې مؤثرې وبللې او پر خپل منځي اتحاد او یوالي یې ټینګار وکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu