د غصب د مخنیوي کمیسیون د يوه پلاوي په مشرۍد فاریاب ولایت خواجه موسی ولسوالۍ ته سفر وکړ

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۱:۱۴
خبر

۱۴۴۵/۹/۱۵

 د غصب شویو ځمکو د مخنیوي او استرداد کمیسون ځانګړی هیئت چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو د معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي په مشرۍ جوړ شوی و، شمالي ولایتونو ته یې د ځینو موضوعاتو د څیړلو په موخه سفر وکړ. 

 د دغه سفر په ترڅ کې یې د فاریاب له والي او د ولایت له تخنیکي ټیم سره په ګډه د خواجه موسی ولسوالۍ له هغو سیمو څخه لیدنه وکړه چي د پښتونو د اسحاقزي او ازبک قومونو تر منځ په عامه مرعا رامنځته شوې موضوع وڅېړي. 

د څېړنې پرمهال د دواړو طرفینو خبري او ادعاوې په دقیق ډول واورېدل شوې او سبا ورځ یې د فاریاب ولایت مقام ته له اسنادو او شواهدو سره وغوښتل  تر څو یې موضوع د شریعت په چوکاټ کې وڅېړل شي او حل لارې ورته ولټول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د سیاسي چارو له شنونکو، متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل

پنج شنبه /٢٢/شوال/۱۴۴۷

تېره ورځ له غرمې مخکې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره په خپل کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

ارزګان کې د دوه مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه

چهارشنبه ۲۱ شوال المکرم  ۱۴۴۷ 

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرې څه مودې څخه راپدېخوا د ځمکو د کروندې په سر خپل منځي جنجالونه روان وو، چې د ارزګان د سرحدونو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

BACK TO NEWS

User account menu