د غزني په ناور ولسوالۍ کې یوه ۱۶ کلنه شخړه په دوستي بدله شوه

khoram2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۲۰:۹
شخړه

سه شنبه/۲۳/۲/۱۴۴۶

د غزني ولایت په جاغوري ولسوالي کې د ځایي خلکو او د کوچیانو د خروټي قوم ترمنځ ۱۶ کاله مخکې د ناور ولسوالي په بای بوغه سیمه کې د یوه تن د تښتولو له کبله رامنځته شوې دوښمني د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي جان محمد حاجي مؤمن، محلي مسؤلینو، د شخړو د حل کمیسیون او قومي مشرانو په منځګړیتوب او هڅو په دوستۍ بدله شوه. د دې شخړې د حل په موخه په جوړه شوې جرګه کې د یاد ریاست رئیس ښاغلي حاجي مؤمن د عفوې او بښنې په فضیلتونو خبرې وکړې ویې ویل چې د خلکو ترمنځ سوله نه یوازې دا چې د ټولنیز سمون سبب ګرځي بلکې د الله تعالی ﷻ د رحمت دروازې په خلکو را پرانیزي. نوموړي په شخړه کې ښکېلې خواوې اخوت او یوبل منلوته راوبللې او له مرکچي پلاوي یې وغوښتل چې د دوی ترمنځ دي په عدل سره پرېکړه وکړي. د جرګې پرمهال دواړو لوریو منځګړي پلاوي ته اختیارلیکونه ورکړل، قومي مشرانو، چارواکو او د شخړو د حل کمیسیون استازو د دوی ترمنځ د خیر فیصله وکړه او له دې وروسته به یو بل ته هیڅ ډول خنډ نه جوړوي. دواړو لوریو د مرکچیانو فیصله په خوښي سره ومنله، ژمنه یې وکړه چې نور به یو له بل سره هیڅ ډول اختلاف نه کوي او د وروڼو په څېر به سره ژوند کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu