د غربي نورستان لرې پرتې ولسوالۍ منډول ته سفر

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۱۵:۲۸
Mobta

شنبه/۱۶/ شوال المکرم/ ۱۴۴۴

د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري او ورسره مل پلاوي د غربي نورستان منډول ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ له ولسونو، قومي مخورو او دیني عالمنانو سره د یادې ولسوالۍ په مرکز کې وکتل.

په دغه کتنه کې د یادې ولسوالۍ د خلکو په استازولي څو تنو خبرې وکړې او د ورغلي پلاوي یې ګرم استقبال وکړ. هغوی د منډول ولسوالۍ یوه صعب العبوره ولسوالۍ یاده کړه، له حکومت څخه یې د یادې ولسوالۍ دلارې په رغولو ټېنګار وکړ او د معارف، روغتیا، کرنې او مالدارۍ په برخو کې یې له حکومت څخه د پاملرنې او همکاري غوښتنه وکړه.   

Mobta

ورپسې د یاد وزارت سرپرست ښاغلي نوري وويل: نورستان هغه ولايت دی چې تل يې د جهاد سنګرونه پخپلو وينو ګرم ساتلي او د يرغلګرو په وړاندې يې قربانۍ ورکړې دي. نوموړي د خلکو له ګرم هرکلي څخه مننه وکړه او د دوئ د ستونزو اورېدل او حل ورته راپيدا کول يې خپله وجيبه یاده کړه.

د منډول ولسوالۍ له مرکز پارون ښار څخه د لیرې والي او سرک د خام والي له کبله له ګڼو خدمتونو څخه محرومه پاتې شوې ده. د دغې ولسوالۍ اکثره وګړي په مالدارۍ او کرنې بوخت دي. دوی وایي: د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير لومړنی لوړ رتبه کس دی چې زموږ پوښتنې ته راغلی دی او د خلکو غږ له نژدې اوري، دوی د ورغلي پلاوي له ورتګ څخه ډېره زیاته خوښي څرګنده کړه او خپلې ستونزې یې له نژدې ورسره شریکې کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

BACK TO NEWS

User account menu