د عبدالقادر خان کوچي عالي لیسې څلور نېم مېاشتنۍ آزموینې پای ته ورسېدې.

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۰:۳۱
Mobta

دوشنبه  ۸ د رجب المرجب/۱۴۴۴

په ننګرهار ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزرات اړوند د عبدالقادر خان کوچي عالي لېسې څلور نیمې میاشتنۍ ازموینې پای ته ورسېدې او زده کوونکو ته خپلې نمرې اعلان شوې.

په دغو مراسمو کې د لېسې مسؤلینو هغه کسانو ته چې په بریا سره یې یادې ازموینې مخ ته وړې وې مبارکي وویله او پاتې زده کوونکو ته یې په خپلو درسونو کې د کوښښ کولو سپارښتنه وکړه. د لیسې مسؤلینو په خپلو خبرو کې زده کوونکي خپلو زده کړو ته وهڅول او زیاته یې کړه چې د ژوند د کامیابۍ او ولس ته د خدمت کولو یوازینۍ لار تعلیم دی. د یادو مراسمو په پای کې زده کوونکو ته د لسو ورځو رخصتي وروسته د درسونو د بیا پیل کیدلو لپاره خبرتیا ورکړل شوه او مراسم پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د خوشحال خان عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیسته

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د ښوونې او روزنې رياست داستازو په همغږي د دغه وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu