د صافي شرکت يو لړ مشکلاتو ته د رسيدگې په موخه ناسته
٧ رمضان المبارک ١٤٤٥ ھ ق
په یاده ناسته کې د وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي احمد طه قادري، د پلان او پالیسۍ رئیس ښاغلي مولوي نیک محمد الافغاني، مالي او اداري رئیس ښاغلي مولوي محمد انور تائب، مالي او حسابي رئیس ښاغلي سید امین الله آغا، د تدارکاتو رئیس ښاغلي مولوي حسین الله حضور درلود.
د صافي شرکت مسولينو چې په کتبي ډول په بېلابيلو برخو کې د ياد شرکت د ستونزو او مشکلات په اړه خپل وړانديزونه او غوښتنې کړي وي، يادو ستونزو ته د رسيدگي په موخه په ناسته کې د وزارت گڼ شمېر باصلاحيته مسولينو په دې اړه مختلف نظرونه تبادله کړل، په پايله کې تصميم ونيول شو چې د یاد شرکت سره دې پوره همکاري وشي تر څو چارې په ښه ډول پر مخ ولاړي شي.