د سولې په چارو کې د دولت او سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو ترمنځ د ګډو پروګرامونو په پلي کولو خبرې وشوې!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۹:۳۷
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن غرمه د سولې په چارو کې د دولت له وزیر ښاغلي سيد سعادت منصور نادري سره وکتل.

په دې کتنه کې د تلپاتې سولې په ټينګښت کې د دواړو ادارو ترمنځ په ګډو کارونو، د یو بل په همکارۍ په مرکز او ولایتونو کې د سولې او نظام ملاتړ په اړه د خلکو د نظریاتو او افکارو راټولولو، سولې ته د رسېدو په موخه د ملي اجماع د پياوړي کولو او په دې اړه له شته فرصتونو څخه د اغېزمنې استفادې، د نظام او ملي ځواکونو ملاتړ ته د ټولنې د بېلابېلو اقشارو د رابللو‌ او د خلکو د غوښتنو، نظرياتو او ستونزو اورېدو او هغو ته د حل لارو چارو د پیدا کولو په اړه بحث او د نظر وړ خبرې وشوې او د دواړو ادارو ترمنځ د ملي مسایلو په اړه په ګډ کار باندې ټینګار وشو.

په دې لیدنه کې دغه راز په بېلابېلاو ولایتونو په تېره بیا غزني ولایت کې د نظام او ملي ځواکونو ملاتړ ته د خلکو د رابللو او وېښتابه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه هلې ځلې وستایل شوې.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu