د سولې او امن په کنفرانس کې ګډون!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په هغه درې ورځني کنفرانس کې ګډون وکړ، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۷ مه نېټه د کابل سټار په هوټل کې د سولې او امن لپاره ځانګړی شوی وه او ګڼ شمېر قبایلي مشرانو هم پکې برخه اخیستې وه.
په دې کنفرانس کې چې, د عوامي نشل ګوند د مشر ښاغلي اسفند يار ولي خان په مشرى جوړ شوى و، په نورو ويناوالو سربېره د سولی په چارو کې ددولت وزیر ښاغلي عبدالسلام رحیمي وویل: چې دا ګټور نظریات به د ښاعلي جلالتماب ولسمشر له هدایت سره سم د سولې دلارې نقشې برخه ګرځی.
د یادونې وړ ده، چې په یاد درې ورځني کفنرانس ، کې چې په برياليتوب سره پاى ته ورسېد محترم ولسمشر ته د سولې لپاره يوه طرحه تصويب شوه.