د سرې مياشتې له رئيس او یو شمېر کارکوونکو سره ناسته

mobta-af
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۲۰:۱۴
mobta

شنبه، ٢٣ ربيع الثاني ١٤٤٤

د فراه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي منصور د سرې مياشتې له رئيس مفتي احمد راشد او يو شمير با صلاحيته کارکوونکو سره ناسته وکړه. په یاده ناسته کې چې د ياد رياست د جرگو او قبايلي چارو د همغږي مدير او د سرې مياشتې یو شمېر کارکوونکو برخه لرله د فراه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي منصور په سیمه کې د بېلابيلو قومونو او کوچيانو لپار د خوراکي توکو، د سون توکو او نورو رغنیزو او روغتيايي پروژو غوښتنه وکړه. په پاي کې د سرې مياشتې رئيس احمد راشد پخپله وینا کې وویل چې کاري ټیم به د فراه ولايت اړوندو ولسواليو ته لاړ شي او ستونزې به په ګوته کړي، تر څو د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې د خوراکي توکو، د سون د موادو او نورو رغنیزو او روغتيايي پروژو په لړ کې د ياد ولايت ستونزو ته هم د حل لارې ولټوي او اړوندو ادارو ته به یې د عاجلو اقداماتو غوښتنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu