د سرحدي سر غړونو د کشف او تنظیم  نوي رئیس دنده پیل کړه

mobta-af
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ - ۱۳:۵۷
Mobta

شنبه١١ شعبان المعظم ١٤٤٤

مولوي عبدالنصیر منصور چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مقام د وړاندیز په اساس د سرحدي سر غړونو د کشف او تنظیم د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی نن د یاد وزارت مقام د دفتر رئیس ښاغلي شیخ حضرت ولي حقاني له لوري د اړوند ریاست کارکوونکو ته ور معرفي شو.

د وزارت مقام د دفتر رئیس ښاغلي شیخ حضرت ولي حقاني پخپلو خبرو کې وویل چې  په دولتي ادارو کې ټول بدلونونه د اصلاحاتو او د چارو د سمون په موخه راځي. د یاد ریاست له کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې له نوي ټاکل شوي رئیس سره دې د کارونو د پرمختګ او چټکتیا په برخه کي پوره همکاري وکړي.

د یادولو ده چې ښاغلي  مولوي عبدالنصیر منصور، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مقام اورهبرۍ له باور څخه مننه  وکړ، اوپه صداقت یې د دندې د ترسره کېدو ژمنه وکړه .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۴:۴۴
Background image

لغمان کې څلور کلنه شخړه پای ته ورسېده

شنبه ۱۵ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو لخوا د قومي مشرانو په منځګړيتوب د ياد ولايت په دولت شاه ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د شاو خوا څلورو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۹:۸
Background image

د غور له خلکو سره د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقاء او د ولسونو د هوساينې غونډه وشوه

پنجشنبه ۱۳ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزرات د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد د مل پلاوي په مشري.

نن په غور ولايت کې له ولايتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۲۸
Background image

ننګرهار کې د ۳۰ کلنې شخړې سربېره يوه بله ۱۷ کلنه شخړه حل او کنړ کې هم دوې مرورې کورنۍ پخلا شوې

چهار شنبه ۱۲ صفرالمظفر ۱۴۴۷ په ننګرهار ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۳۰ کلونو په دوام هغه اوږدمهاله شخړه حل شوه، چې له کبله يې يو کس وژل شوی و او ګڼې ستونزې يې را ولاړې کړې وې. د. . .

BACK TO NEWS

User account menu