د سرحدي سر غړونو د کشف او تنظیم نوي رئیس دنده پیل کړه
شنبه١١ شعبان المعظم ١٤٤٤
مولوي عبدالنصیر منصور چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مقام د وړاندیز په اساس د سرحدي سر غړونو د کشف او تنظیم د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی نن د یاد وزارت مقام د دفتر رئیس ښاغلي شیخ حضرت ولي حقاني له لوري د اړوند ریاست کارکوونکو ته ور معرفي شو.
د وزارت مقام د دفتر رئیس ښاغلي شیخ حضرت ولي حقاني پخپلو خبرو کې وویل چې په دولتي ادارو کې ټول بدلونونه د اصلاحاتو او د چارو د سمون په موخه راځي. د یاد ریاست له کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې له نوي ټاکل شوي رئیس سره دې د کارونو د پرمختګ او چټکتیا په برخه کي پوره همکاري وکړي.
د یادولو ده چې ښاغلي مولوي عبدالنصیر منصور، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مقام اورهبرۍ له باور څخه مننه وکړ، اوپه صداقت یې د دندې د ترسره کېدو ژمنه وکړه .