د سرحدونو د پلټنې معین د معرفت غونډه ترسره شوه

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۸:۲
Mobta

سه شنبه د رجب المرجب /۲۳/ ۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د سرحدونو د پلټنې معین د یاد وزارت مسؤلینو او کارکونکو ته د یوې غونډې په ترڅ کې ور وپېژندل شو. غونډه د یاد وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې پر مهال یې د یاد وزارت سرپرست الحاج ملا نورالله نوري، مسلکي معین، د وزارت ټولو رئیسانو، او نورو کارکوونکو ګډون کړی وو. په پیل کې سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د هرې دندې ترلاسه کول یو ستر مسؤلیت وباله او ویې ویل: هر څومره مو چې دنده لوړېږي زموږ د مسؤلیتونو پېټي درندیږي چې دا هره دنده او مسؤلیت زموږ لپاره د الله ج له لوري یو امتحان دی، خدای ج مو دي په دې امتحان کې کامیابه کړي. نوموړي په خپله وینا کې د نوې ټاکل شوي معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي په اړه ګډونوالو ته وویل:

Mobta

مولوي محمد اسماعیل غزنوي د ا.ا.امارت له تير حاکميت نه تر اوسه په پوره اخلاص په نظام کې درېدلی او پر بيلابيلو مسؤليتونو پاتي شوی د جهاد په تېرو شلو کلونو کې کې يې هجرت، زندان او نورې جهادي ستړياوې ګاللې، په نوي مسؤليت کې ورته د موفقيت دعا کوو. ښاغلي غزنوي تر دې وړاندې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس په توګه دنده تر سره کوله چې اوس د اميرالمؤمنين په حکم ددې وزارت د سرحدي پلټنو او بررسي د معين په توګه وټاکل شو. وروسته د بشري سرچینو رئیس مولوي کریم شاه تیلوي د امیرالمؤمنین حکم د نوي ټاکل شوي معین په اړه واوراوه. د غونډې په وروستۍ برخه کې نوی ټاکل شوی معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي وویل: د خدای جل جلاله ډير شکر ګذار یم چې یو خپلواک اسلامي نظام یې موږ ته راکړی او له الله ج څخه په خپل نوي را سپارل شوي مسؤلیت کې توفیق غواړم، الله جل جلاله دي وکړي، چې د سرحدونو د ساتنې، خپل مسؤلیت د سمې اداینې او هیواد ته د خدمت په برخه کې خپل مسؤلیت په صداقت سره ادا‌ کړم. غونډه په دعا کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu