د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې د ملاخېلو ټولنیزې سرتاسري شورا له مشرتابه او غړو سره وکتل!
په دې کتنه کې د یادې شورا مشر ډاکټر منصور جمال ملاخېل د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د شورا د بېلابېلو ټولنیزو فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل، دغه راز یې یو لړ ستونزې او وړاندیزونه د وزارت له مشرتابه سره د حل په موخه شریک کړل.
ورپسې ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د یادې شورا د مشرتابه او غړو ټولنیز فعالیتونه وستایل وېې ویل: ستونزې به مو د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړم.