د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اړوند مرکزي لېسو د دولسمو ټولګيو زده کوونکو فراغت غونډه د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې جوړه شوه.

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۹:۴۸
mobta

په دې غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم، د پوهنې وزارت سرپرستې اغلې رنګیني حمیدي، د ملت استازو، د وزارت معین صاحبانو، قومي مشرانو، د يادو لېسو زدکوونکو او چارواکو، مدني فعالانو، خویندو او وروڼو برخه درلوده.

په پیل کې د وزارت د ښوونې او روزنې رئیس محمد نبي شهاب د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د وزارت اړوندو لېسو د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

ورپسې د زده کوونکو په استازیتوب ښاغلي وحدت خبرې وکړې ویې ویل: د وزارت له رهبرۍ څخه مننه کوو، چې تل یې زموږ د ښې راتلونکې په موخه هڅې کړي او موږ ته یې د غوره زده کړو مناسب چاپیریال رامنځته کړی دی.

دغه راز یادې غونډې ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم خبرې وکړې ویې ویل: د ډېر ویاړ ځای دی، چې ستاسو ګرانو زده کوونکو په فراغت غونډه کې برخه لرم، ښاغلي صمیم زیاته کړه همدا تاسو زده کوونکي په اصل کې د سبا ورځې رهبران یاست او باید، چې لا لوړې زده کړې وکړئ تر ماسټرۍ، دوکتورا او PHD تر کچې تر څو هېواد ته په راتلونکي کې ښه او غوره خدمتونه وړاندې کړئ.

mobta

زموږ هڅه به دا وي چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې نورې لېسې هم جوړې کړو، تر څو زموږ ځوان نسل له زده کړو څخه محروم پاتې نشي او ښې زده کړې تر لاسه کړي، چې په دې برخه کې مې جلالتمآب ولسمشر ته هم وړاندیز کړی دی، خوشبختانه د هېواد جمهوري دولت تل په دې هڅه کې ده چې د هېواد ځوان نسل د علم او پوهې په ګاڼه سمبال کړاى شي او د زده کړو غوره چاپیریال ورته رامنځته کړي.

ښاغلي صمیم د خپلې وینا په ترڅ کې دا هم وویل: که مو د هېواد ځوان نسل تعلیم ته مخه کړي نو بیا د حق او باطل تر منځ ښه توپیر کولای شي، چې خوشبختانه زه دا وړتیا د هېواد په ځوان نسل کې وینم، زموږ هدف او پالیسي دا ده، چې د هېواد بچیان باید له تعليم څخه برخمن شي.

ښاغلي صمیم زیاته کړه ویاړم، چې تاسو ویاړلي بچیان د هېواد له لریو پرتو سیمو څخه راغلي یاست او د بېلابېلو ناخوالو با وجود مو نن د ښوونځي دوره په ویاړ سره پای ته ورسوله.

mobta

غونډې ته د پوهنې سرپرستې وزېرې اغلې رنګیني حمیدي د خپلې وینا پر مهال وویل: ویاړو، چې نن د هېواد د غوره بچیانو د دولسمو ټولګیو زده کوونکو په فراغت غونډه کې د ګډون ویاړ لرم، زما هیله له تاسو څخه دا ده چې لا هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ او لوړو زده کړو ته لار پیدا کړئ.

نوموړې زیاته کړه د، چې اوږه په اوږه به د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له رهبرۍ سره د هېواد د بچیانو په ښوونې او روزنې کار کوي.

دغه راز په دې غونډه کې په ولسي جرګه کې د ارزګان ولايت د خلکو استازې اغلې ګلالی محمدي فارغو زده کوونکو ته په خطاب کې وويل تاسو بايد له خپلو زده کړو څخه د هېواد په پرمختګ او سوکالۍ کې استفاده وکړئ.

د غونډې په پای کې د یادو لېسو په ممتازو زده کوونکو باندې د وزارت لخوا چمتو شوې ډالۍ ووېشل شوې.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۷
Background image

هلمند کې دوه جلاجلا مرګوني شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د هلمند ولايت ناوه ولسوالۍ په ګوهرګين سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د اوبو پر سر را پورته شوې شخړه، چې له کبله يې يوکس وژل شوی او اته نور پکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۴۳
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تر چتر لاندې په ميدان وردګ ولايت کې یو باب روغتیایي کلینیک جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

 

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ په تکانه سیمه کې د دغه ولايت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو آمریت له لوري د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې په همکاری یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۴۲
Background image

سرپل کې د ۱۵ کلنې بدي سربېره پکتيا کې هم درې کلنه شخړه حل او فصل شوه

سرپل کې د ۱۵ کلنې بدي سربېره پکتيا کې هم درې کلنه شخړه حل او فصل شوه

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د سرپل ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر را پورته شوې پنځلس کلنه بدي، چې له کبله يې ګڼې ستونزې را ولاړې شوې وې د ياد. . .

BACK TO NEWS

User account menu