د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت او د بایزید روښان د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۹:۴۱
mobta

یاد هوکړه لیک د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت او د بایزید روښان د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د ښوونې او روزنې د متوازنې پراختیا او د ناامنو او قبایلو سیمو د دولسم ټولګیو فارغانو ته په لوړ تخفیف سره د زده کړو زمینې برابرولو په موخه د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم په شتون کې لاسلیک شو.

د وزارت د ښوونې او روزنې رئيس ښاغلي محمد نبي شهاب هوکړه لیک د ګټو په اړه خبرې وکړې، وې ویل: د وزارت مشرتابه په ځانګړي ډول د اکاډمیکو بنسټونو سره د ښو اړیکو د ساتلو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ترسره کړي او لا به دوام ورکړي، ترڅو د دې هېواد د ناامنو او قبایلي سمیو ځوانانو ته د زده کړې ښه چاپیریال رامنځته او د همکارۍ کچه لاپراخه کړي.

ورپسې د یاد بنسټ استازي د وزارت له مشرتابه څخه د مننې په ترڅ کې د اړوندو لېسو د دولسمو ټولګیو فارغانو د زده کړې د کچې په لوړولو، دوی ته د ښه چاپیریال رامنځته کول او د خپلو علمي تجربو څخه په ګټې اخیستنې ټینګار وکړ وې ویل: چې د دولسمو ټولګیو فارغانو ته به په بېلابېلو پوهنځیو کې په لوړ تخفیف سره د لیسانس تر کچې د زده کړې زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۲:۳
Background image

۱۴۰۰ د خوځښت کال

د پوهنې اوونۍ

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۹:۴۱
Background image

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت او د بایزید روښان د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

یاد هوکړه لیک د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت او د بایزید روښان د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د ښوونې او روزنې د متوازنې پراختیا او د ناامنو او قبایلو

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۹:۱۶
Background image

د لوی کندهار د ځوانانو سرتاسري شورا له مشر او غړو سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې د لوی کندهار

BACK TO NEWS