د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت او د بایزید روښان د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

mobta-af
Mon, May 03 2021 9:41 AM
mobta

یاد هوکړه لیک د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت او د بایزید روښان د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د ښوونې او روزنې د متوازنې پراختیا او د ناامنو او قبایلو سیمو د دولسم ټولګیو فارغانو ته په لوړ تخفیف سره د زده کړو زمینې برابرولو په موخه د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم په شتون کې لاسلیک شو.

د وزارت د ښوونې او روزنې رئيس ښاغلي محمد نبي شهاب هوکړه لیک د ګټو په اړه خبرې وکړې، وې ویل: د وزارت مشرتابه په ځانګړي ډول د اکاډمیکو بنسټونو سره د ښو اړیکو د ساتلو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ترسره کړي او لا به دوام ورکړي، ترڅو د دې هېواد د ناامنو او قبایلي سمیو ځوانانو ته د زده کړې ښه چاپیریال رامنځته او د همکارۍ کچه لاپراخه کړي.

ورپسې د یاد بنسټ استازي د وزارت له مشرتابه څخه د مننې په ترڅ کې د اړوندو لېسو د دولسمو ټولګیو فارغانو د زده کړې د کچې په لوړولو، دوی ته د ښه چاپیریال رامنځته کول او د خپلو علمي تجربو څخه په ګټې اخیستنې ټینګار وکړ وې ویل: چې د دولسمو ټولګیو فارغانو ته به په بېلابېلو پوهنځیو کې په لوړ تخفیف سره د لیسانس تر کچې د زده کړې زمینه برابره کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu