د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د اهل تشیع علماوو کمېسیون له استازو سره په کتنه کې وویل: هغه کورنۍ چې مخکې یې یو بل په ټوپک وېشتل اوس د وروڼو په څېر ژوند کوي!

khoram2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۴:۵
ناسته

پنجشنبه ۹/۳/۱۴۴۶

د افغانستان د اهل تشیع علماوو کمېسیون استازو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر الحاج ملا نورالله نوري سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل. په دې کتنه کې د یاد کمېسیون استازو یوه اوونۍ وړاندې په غور ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ د شاوخوا سل کلنې شخړې د حل، په بامیان او میدان وردګو ولایت کې د غټو اختلافاتو د هواري هڅې وستایلې، د قومي یووالي او د ولسي همغږي په برخه کې یې د نوموړي ستړیاوې د قدر وړ وبللې. دوی له ولسونو سره د همغږۍ په غونډو، مرکو او ولسي ناستو کې د خپل ګډون او په بامیان ولایت کې د خلکو ترمنځ د ځينو سیمه ییزو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

ښاغلي نوري د دغه کمیسیون استازو ته هرکلی وکړ، زیاته یې کړه چې موږ او تاسې الله تعالی ﷻ په یوه دین او یوه خاوره کې راجمع کړي یو او د پرلپسې اشغالونو د ماتې ویاړ یې را نصیب کړی. نوموړي وویل: په تېر کې د افغانان ترمنځ د اقلیت او اکثریت موضوع مشهوره شوې وه، خو اوس موږ د اقلیت او اکثریت په نوم څه نه پېژنو او دا د نظام تقاضا ده، تاسې لیدل چې په همدې پلازمېنه کې د چا ځان، مال او حقوق خوندي نه وو، خو لله الحمد د اسلامي امارت په راتګ سره دا هرڅه ختم شول. ښاغلي نوري د دوی له همدردي په مننې وویل چې یو مسلمان د بل هنداره ده، موږ او تاسې ټول وروڼه یو ستاسې غوښتنې مو واورېدلې او د حل لپاره به یې په ګډه کار کوو.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي نوري د راغلي کمیسیون استازو ته ډاډ ورکړ ویې ویل: موږ په غزني، میدان وردګ او بامیان ولایتونو کې د مختلفو قومونو هغه کورنۍ سره پخلا کړې چې مخکې یې یو بل په توپکو وېشتل او ژورې بدۍ یې ترمنځ موجودې وې. هغه راغلیو مشرانو ته اطمینان ورکړ چې د نورو ستونزو د حل په برخه کې به یې د خپل توان په کچه همکاري کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu