د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لوړ رتبه پلاوي د سرپل ولايت له والي سره وکتل.

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۳ - ۱۴:۲۹
Mobta

۲۹ ربیع الاول ۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو د معين الحاج ملا عبدالخالق عابد په مشري لوړ رتبه هيئت سرپل ولايت ته سفر تر سره کړ او د همدې ولایت له والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکا او د سرحدونو ق.ق چارو ریاست له رئیس مولوي رحمت الله سره په ولایت مقام کې وکتل.

Mobta

ښاغلي عبدالرحمن پلاوي ته هرکلی او ښه راغلاست ووایه؛ د سرپل ولايت د ښه امنيتي وضعيت او د مېشتو قومونو تر منځ پخپلو کې د ښې همغږۍ ډاډ يې ورکړ.

د يادونې وړ ده چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري چې له پلان سره سم په سرپل ولایت کې یوه لویه ولسي غونډه جوړه کړي، په یاده لیدنه کې د راروانې غونډې په اړه تصمیم ونیول شو، او د غونډې د ښه تر سره کېدو په مناسبت پلان ونیول شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتيا کې د ۴ کلنې بدي ترڅنګ سرپل، ننګرهار او غزني ولايت کې هم شخړې حل شوې

 

شنبه ۲۷ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په احمد آباد ولسوالي کې د څو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر هغه را پورته شوې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۲۴
Background image

په باميان او بلخ ولايت کې د جلاجلا شخړو حل

 

پنجشنبه ۲۵ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د بامیان ولایت مرکز اړوند د ملا غلام په سیمه کې د تاجک او هزاره قومونو د څو تنو ترمنځ رامنځته شوې شخړه، چې له امله یې یو تن ټپي شوی و، مسؤلينو د سیمې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۲۱
Background image

په خوست کې د دووکورنیو ترمنځ ۱۶ کلنه دوښمني په دوستۍ بدله شوه

 

سه شنبه، ۲۳ ذوالحجة ۱۴۴۷ هـ قـ

د خوست ولایت مرکز متون په خالصې کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۶ کلنه دوښمني، چې له امله یې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی و، د قومي مشرانو، علماوو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu