د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت اړوند د خوست ولايت قبايلي عالي ليسې د ١٤٠١ تعليمي کال د دولسم ټولګي فارغانو د فراغت غونډه جوړه شوه
پنچ شنبه،١٤جمادي الاول ١٤٤٤
د کلام الله مجيد د څو مبارکو ايتونو تر تلاوت وروسته د خوست ولايت قبايلي عالي ليسې يو تن فارغ زده کوونکي د غونډې برخه والو ته ښه راغلاست وويلي. ورپسې د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست رئيس او د بیلابیلو ادارو رئیسانو، استازو، قومي مشرانو او ځوانانو يادې فراغت غونډي ته پخپلو ويناوو کې د علم او پوهې په ارزښت هر اړخيزه خبري وکړي علم او پوه یې د افغانستان د اسلامي امارت لومړیتوبو نه یاد کړل او دغه راز يې د يادې ليسې له اداري او تدريسي کارکونکو څخه هم مننه کړي وه چې د فارغ شويو زدکوونکو په ښوونه او روزنه کې يې زيار ګاللی او زده کوونکو او د هغوي کورنيو ته مبارکې وويلۍ