د سرحدنو او قبایلو چارو وزارت د تشریفاتو نوي رئيس دیاد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو!

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۷ - ۵:۳۳
m

نېټه : ۲۰-۶-۱۴۴۳

یاده غونډه چې په تشریفاتو ریاست کې دایره شوې وه ، پکې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مقام دفتر رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ملا حمدالله فطرت، د تدارکاتو رئيس سيدمحد امين اغا صاحب، د تشریفاتو نوي رئیس مفتی عیدمحمد انس ، ددې ریاست پخوانی رئیس سید احمد سپینوال او د یاد ریاست کارکوونکو حضور درلود.

په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مقام دفتر رئیس شیخ حضرت ولي حقاني د تشریفاتو د پخواني رئیس سید احمد سپینوال د کړنو او خدمتونو څخه مننه وکړه او تغیر او تبدیل يي د يوې اداري اصل و باله.

ښاغلي حقاني ددې ریاست پر مامورینو د نوي رئیس سره د پوره همکارۍ ټينګار وکړ ،او زياته يې کړه چي په ګډ کار سره بايد د نظام بنسټونه قوي کړو .

همدارنګه د تشریفاتو ریاست پخواني رئیس سید احمد سپینوال د مشرانو د پريکړې څخه هرکلی وکړ ،او نوي ریس مفتي عیدمحمد انس ته يې مبارکي وويله او په چارو کې يې ورته د بریا هیله وکړه.

m

نوي رئیس مفتي عیدمحمد انس د مشرانو د اعتماد او باور څخه مننه وکړه او هوډ يې څرګند کړ چي په ټول توان سره به د ياد رياست چاري پر مخ وړي او له خپلو همکارانو يې وغوښتل چي په پوره همغږۍ او په ګډکار سره ور سپارل شوې دندې پر مخ یوسي.

غونډه په دعا سره پاي ته ورسيده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

لغمان کې د ۲۲ کلنې او ۱۷ کلنې شخړې تر څنګ بلخ کې هم ۳ کلنه شخړه حل شوه

شنبه ۱۷ ذوالحجه ۱۴۴۶

د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ په ميل دره سیمه کې د يوې کورنې د څو غړو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې ۲۲ کلنه لانجه او د همدې ولايت د مرکز اړوند چهاردهي سيمه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۱۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د دوو کورنیو پخلاینه

چهارشنبه/۷/۱۲/ ۱۴۴۶ د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د یوې مېرمنې د قتل پر سر را پورته شوې شخړه، تېره ورځ د یوې قومي جرګې په ترڅ کې داسې مهال حل شوه.چې د یاد ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۳:۹
Background image

په نورستان ولایت کې د ۵ پراختیایي پروژو چارې پرانستل شوې

سه شنبه/ ١٤٤٦/ ٥/ ذوالحجة د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي چارو معین، مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د نورستان ولایت کامدیش او برګمټال ولسوالیو په هغو سیمو کې چې د ډیورنډ فرضي. . .

BACK TO NEWS

User account menu