د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د شریعت د احکامو او د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو د تشریح په موخه ولسي غونډه وشوه

haqani_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۹
د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د شریعت د احکامو او د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو د تشریح په موخه ولسي غونډه وشوه

 

شنبه ۱۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د احکامو د پلي کېدو، د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۱۳) او (۱۷) ګڼو فرمانونو د تشریح او د ولسونو د ستونزو د اورېدلو په موخه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو مسؤلینو، متنفذینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او عامو خلکو په ګډون پراخه ولسي غونډه ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د سیمې قومي مشرانو او دینی عالمانو د امنیت، عدالت او د ولسونو د حقونو پر لا ښه خوندیتوب ټینګار وکړ او ویې ویل، د اسلامي نظام په ټینګښت سره د خلکو د ژوند په بېلابېلو برخو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. دوی غوښتنه وکړه چې په دې ولایت کې د لرې پرتو ولسوالۍ کې د روغتیا، تعلیم، اوبو، مخابراتو او انکشافي چارو برخو ته لا ډېره پاملرنه وشي او د خلکو اقتصادي ستونزو ته د حل لارې ولټول شي.

ورته مهال، د زابل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي رحمت الله جواد او نورو ولایتي مسؤلینو د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د شریعت د احکامو د عملي کېدو په تړاو وویل: د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۱۳) او (۱۷) ګڼو فرمانونو رعایتول د ټولنیز نظم د ټینګښت، د ناسمو رواجونو د مخنیوي او د بېځایه لګښتونو د کمولو لپاره مهم دي. دوی زیاته کړه، د ولسونو ستونزې به په اړوندو ادارو کې تعقیبېږي او د روغتیا، تعلیم او انکشافي چارو په برخو کې د خلکو اړتیاوو ته به پاملرنه کېږي. په پای کې یې له خلکو وغوښتل چې د نظام د ټینګښت، امنیت او عامه خدمتونو د ښه والي په برخه کې له مسؤلینو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه

 

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu