د زابل ولايت د قومي مشرانو او مخورو ستونزې واورېدل شوې!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۲ - ۶:۵۸
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري ښاغلي نن غرمه د زابل ولايت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل او ستونزې يې واورېدې.

د کتنې په پیل کې  ديني عالم  محترم مولوي صاحب اسماعيل او قومي مشر انجينر حضرت يعقوب د نورو په استازیتوب د اسلامي امارت د فتوحاتو او برياوو له امله مبارکي وويله او خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې يې د حل په موخه شریکې کړې وې ویل: هڅه مو دا ده، چې په هېواد کې د مېشتو قومونو د یووالي او د اسلامي نظام ملاتړ ته د خلکو رابللو په  برخو کې کار وکړو، ترڅو هېوادوال مو له هوسا ژوند څخه برخمن شي.

m

ورپسې ښاغلي ملا نورالله نوري له زابل څخه د راغلو قومي مشرانو ستونزې پرځای وبللې وې ویل: دا زموږ مسؤلیت او لومړیتوب دی، چې د خپل ولس ستونزو ته د حل لارې چارې پیدا  او په دې برخه کې رښتینې هلې ځلې وکړو.

ښاغلي نوري د خپلو خبرو په دوام وویل: دنده امتياز نه بلکې د الله ج او خلکو په وړاندې مسووليت دی، موږ د ولس خدمتګاران يو او ژمن يو چې خپل ولس ته د اسلام د مقدس دين په رڼا کې کار وکړو.

اوس ددې وخت رارسيدلې، چې يو بل په غېږ کې ونيسو او په ګډه د هېواد او نظام ساتلو او پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

BACK TO NEWS

User account menu