د رياست الوزراء له خوا د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په سرپرستي ټاکل شوی لوړ رتبه هيئت د بدخشان ولايت له والي سره وکتل

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۴:۵
Mobta

۱۴۴۴/۵/۵ هجري قمري

ياد هيئت چي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دفتر رئيس شيخ حضرت ولي حقاني، د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رئيس حمدالله فطرت، د قومي چارو سلاکار امين الله پاميري او پېښو ته د رسېدو په چارو کې  د دولت وزارت د بشري زېرمو رئيس حافظ محمودالحسن يې غړېتوب لري نن د بدخشان ولايت له والي مولوي امان الدين منصور سره وکتل.

Mobta

ياد هيئت چې د کابينې د پريکړې سره سم موظف شوی وو د بدخشان ولايت واخان ولسوالۍ پاميرونو ته ژمنۍ مرستې انتقال کړي پر همدې بنسټ يې له مولوي امان الدين منصور سره مشورتي ناسته تر سره کړه.

 د يادونې وړ ده چې د پاميرونو لپاره ژمنۍ مرستې چي شاوخوا ۲۴ قلمه خوراکي او غير خوراکي توکي دي او  سل عدده سترې خېمې هم  پکې شاملې دي د ملي دفاع وزارت په لسو سترو نقليه وسايطو کې د واخان ولسوالۍ مرکز خندود ته انتقال شوي چي د ياد هيئت له خوا به د ولايت د ناظرينو په شتون کې توزيع شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

BACK TO NEWS

User account menu