د دښمنانو ناوړه تبليغات به هېڅکله هم د دوې د بريا سبب نه شي!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۰:۳۸
mobta

د هېواد او خلکو د دښمنانو هېڅ ډول زهرجن تبلیغات نشي کولای د افغانستان د ځواکمن او د لوړ محاربوي مورال لرونکي ملي وسله وال پوځ ملي او هېوادنۍ روحیه، چې د خپل ولس له پوره ملاتړ څخه برخمن دي کمزوري کړي.

انشا الله ډېر ژر به د دوی د هڅو او قربانیو له برکته په رامنځته شویو حالاتو کې مثبت بدلون رامنځته شي، حالات ورځ په ورځ د هېواد او ملي ځواکونو د ځواکمنېدو او د سوله ییزې فضا د واکمنېدو پر لور روان دي.

.

د هېواد وياړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه به په پوره مېړانه او صداقت له خپل هېواد او خلکو دفاع او ساتنه کوي، هم به نظام وي، هم به سوله. زموږ درې رنګه تور، سور او زرغون بيرغ به تل هسک او رپانده وي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۳:۵۸
Background image

په لوګر ولايت کې ۶ کلنه دښمني پای ته ورسېده

 

يکشنبه ۱۴۴۶/۵/۲۲

د لوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د کورني تاوتريخوالي له امله د دوو کورنيو ترمنځ هغه شپږ کلنه شخړه، چې دواړو خواوو ته يې ژورې ستونزې پيدا کړې وې د سرحدونو، قومونو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۱۴
Background image

په بلخ  ولايت کې ۱۲ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

 

یکشنبه ۱۴۴۶/۵/٢٢

د بلخ ولايت دولت آباد ولسوالۍ په تلي ګک سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ ۱۲ کلنه اوږده شخړه په داسې مهال پای ته ورسېده، چې د يوې جوړې شوې غونډې پرمهال پکې د دغه ولايت د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۸:۱۷
Background image

د بغلان ولایت له قومي مشرانو او عالمانو سره کتنه

پنجشنبه ۱۴۴۶/۵/۱۹

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن مخکې له غرمې د بغلان ولایت له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د دغې کتنې. . .

BACK TO NEWS