د دوو کورنيو ترمنځ پېښه شوې شخړه حل او په دوستۍ بدله شوه

khoram2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۸:۵۶
شخړه

د ننگرهار ولايت په دري نور ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ د پېښي شوې شخړې د حل او هواري په موخه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ښاغلي رحمت الله غازي عمر د يو شمېر ديني عالمانو او قومي مخورو په مشرۍ يادې ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې په شخړه کې له ښکېلو لوریو سره ګډه ناسته تر سره کړه. په ياده ناسته کې ښاغلي عمر په خپلو خبرو کې دواړه کورنۍ سولې او ورورولۍ ته را وبللې چې په پايله کې يې را منځته شوې ستونزه حل او دواړه کورنيو خپل اشتباهات ومنل ژمنه يې وکړه چې له دې وروسته به يو بل ته خنډ نه جوړوي او د ورورولۍ په فضاء کې به ژوند ته ادامه ورکوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu