د دوو کورنيو ترمنځ رامنځته شوې شخړه هواره شوه
يکشنبه١٩ شوال المکرم ١٤٤٥ کال
د پروان ولایت په شينوارو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د قتل د موضوع پر سره رامنځته شوي شخړه هواره او په دوستۍ بدله شوه.
په همدې مناسبت د پروان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو، ځايې قومي مشرانو، سپین ږیرو، او مخورو ګډه غونډه جوړه کړه.
يادې غونډې ته قومي مشرانو او نور گډونوالو په خپلو خبرو کې وويل شخړې کليوالې نندارې تاسو بد مرغه کوي ژوند مو له گواښ سره مخ کوي نو دې ټولو ته په کتو کوم ستونزه مو چې په ټولنه کې را منځته کېږي د خبرو، اترو له لارې حل کړي چې پدې کې خير او ښې گڼه نغښتې دي.
په پاي کې له دواړو لوریو څخه څو تنو لنډې خبرې وکړي ژمنه وکړه چې وروسته له دې بیا ځلې شخړه نه کوي او يو بل ته غاړې وتل بښنه يې سره وکړه.