د دولت له خوا ملت ته د حساب ورکونې پروګرام له لارې د ترسره شویوفعالیتونوشریکول!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۳:۵۴
mobta

د سرحدونواوقبایلوچارو وزیرښاغلي محب الله صمیم نن د۱۳۹۹ لمریزکال د سلواغې پر۲۲ مه نېټه د حکومت د رسنیواواطلاعاتوپه مرکز کې په داسې حال کې، چې د وزارت رهبري او پلاوي یې ملتیا کوله، د رسنیو له لارې د وزارت د تېرمالي کال ترسره شوي فعالیتونه له خپل شریف ملت سره شریک کړل.

ښاغلي صمیم وویل: په تېرمالي کال کې مو د عادي بودجې لګښت ۸۵ سلنه اود انکشافي بودجې ۷۶ سلنه و.

د ملي واکمنۍ د پیاوړتیا او د شخړود حل په موخه مو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۸ جرګې جوړې کړې دي، چې ۱۱زره کسه یې ګډونوال و هغوی په باعزته سولې ، تلپاتي اوربند ټینګارکولو، د هېواد له ملي، امنیتي اودفاعي ځواکونواو نظام څخه یې ملاتړ څرګند او د ملي پروژو په تطبیق کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

دغه راز یې په وزارت کې د۴۶۰ شوراګانو د ثبت او په همکارۍ یې په بېلابېلوولایتونوکې د شخړو د حل او ځنګلونو د ناقانونه پریکولواو کانونو د ناقانونه کېندنو د مخنیوي په پار د ۲۰۸ شخړو د حل چې پایلې مثبتې وې خبره وکړه.

mobta

دغه رازیې په څو میاشتوکې له زرونوکسانوسره د لېدنوکتنواو اړوند ادارو ته یې د هغوی د ستونزو د رسولو، د۱۳ زره مېلمنو دعزت دارۍ اومېله پالنې، د هېواد د ناامنه او لرې پرت وسیمو ځوانانو لپاره د کابل په ګډون ۴ولایتونوکې په لیلیه توګه په اړوند لېسواو د بایزید روښان په انستیتیوت کې د زده کړو د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو، د پرمختیا پر وړاندې د شته ستونزو په نښه کولو په پار د درې ولایتونو پروفایلونو ، د سرحدي ستونزو او بهېدونکو اوبو په اړه د څېړنو او علمي سیمینار د جوړولو، د جرګه،هموطن اوجاښ مجلوپه نومونو د ۲۴زره ګڼواود سلګونونسخوتارا،ګوارش او یلدوزجریدواو۲ټوکو کتابونود چاپولو، پروخت د اطلاع رسونې څانګې د شتون ، د سرحدي سرغړونود کشف، له ایران هېواد سره په پوله د نویوپیلرونود لګولواوصفري نقطود تثبیتولو، د ظرفیت جوړونې ، جندر،الکترونیکي حکومتوالۍ په برخوکې د بدلونونواونوښتونو، د فساد پروړاندې د مبارزې لپاره د کمېټې د ایجادولو، پرمختا یي پروژو د تطبیق اوڅرنګوالي اود لومړي ځل لپاره د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د جوړولواو راتلونکوپلانونو په اړه هراړخيزمعلومات وړاندې کړل او د خبریالانوپوښتنوته یې ځوابونه ورکړل.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu