د خوست ولسونو له اسلامي نظام څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ!

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۰ - ۱۰:۲۷
mobta

1400/7/15
1443/2/30

 په هغې ولسي غونډې کې، چې نن د خوست ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو رياست تالار کې جوړه شوه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري، خوست والي محترم ملا محمد نبي عمري، د وزارت د عامه اړيکو او ښوونې او روزنې مسوول ښاغلي شيخ حضرت ولي حقاني د خوست د ټولو قومونو مشرانو، دیني علماوو، ځوانانو، د قومي شوراګانو استازو، ژورنالستانو او د بېلابېلو ادارو منسوبینو پکې ګډون درلود.

 غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت پيل شوه ورپسې د خوست سرحدونو او قبایلو چارو رئیس محترم شیخ کليم الله فاني لومړۍ له مرکز څخه راغلي پلاوي او ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې اهداف او اجندا يې بيان کړه. وروسته څو تنو قومي مشرانو او چارواکو د نورو په استازېتوب په خپلو خبرو کې د افغانستان د اسلامي امارت د بریاوو له امله مبارکي وویله او دغه بریايې الهي نصرت وباله. دغه راز یې د ستونزو په حل کې د اسلامي امارت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او له اسلامي امارت څخه يې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.

 همدا راز د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د اطلاعاتو او ښوونې روزنې مسوول ښاغلي شيخ حضرت ولي حقاني په خپلو خبرو کې د افغانستان اسلامي امارت برياوو ته په اشارې سره وويل: چې د اسلامي امارت مجاهدینو د زرګونو شهیدانو په سرښندنې او الهي نصرت سره د اسلام او خلکو دښمنانو ته ماتې ورکړه نو په کار ده، چې د افغانستان ټول ولسونه سره لاسونو ورکړو او د اسلامي شریعت په رڼا کې د خپل هېواد د آبادۍ او سرلوړي لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړو. نوموړي له خلکو سره د ا.ا.ا د مجاهدينو ښه چلند او له دوې سره د ګډ کار په اړه هم هر اړخيزې څرګندونې وکړې

m

. ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې د خوست ولايت خلکو له مېلمه پالنې او وطني احساس څخه د مننې په ترڅ کې وویل: چې دا ستره بریا د ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه د افغان ولس د مشترک جهاد پايله ده. مهمې موخې مو د خپلواکی ترلاسه کول او اسلامي نظام ټينګښت و ،چې په الهي نصرت او د افغانانو په سرښندنو سره خپلو اهدافو ته ورسېدو اوس په کار ده ، چې په ګډه د هېواد اقتصادي حالت ښه او پیاوړی کړو. په الله ج او د هغه په راستول شوي قرآن عظیم الشان مو کامل ایمان دی او په دغه لاره به روان یو. محترم نوري دغه راز د جهاد په دوران کې د قبایلي مشرانو له همکاریو مننه وکړه، وویل: چې قبایل ایمانداره، حریت او اتحاد خوښوونکي او پیاوړي خلک دي، چې په دغو اصولو هرڅه ترسره کیږي.

 ښاغلي نوري زیاته کړه، چې پالیسي مو د دین له نظره واضح ده د دې پالیسې تر عنوان لاندې به له هېوادونو سره د خپلو اسلامي اصولو، تاریخ او عنعناتو مطابق اړيکې پالو. اسلامی امارت د هېواد د هرې برخې جوړونې او رغونې ته ژمن دی او دا زموږ لومړیتوب دی، چې د خپلو ټولو ولسونو ستونزې هوارې کړو. وروسته د خوست والي محترم ملا محمد نبي عمري په خپلو خبرو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت کړنې وستايلې، افغانان په تېره بيا قومي مشران يې ډ خپل هېواد او نظام ملاتړ او ساتنې ته وهڅول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۴۴
Background image

د ولسواليو په کچه د ولسي غونډو دوام

 

دوشنبه ۱۲ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان له مخې د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د غونډو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د ۱۸ کلنې شخړې سربېره پروان کې ۴ کلنه او لغمان کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۱۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د استازو لخوا د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب د دغه ولايت په تڼيو ولسوالي کې د دوو کورنيو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱۵
Background image

په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

شنبه ۱۰ جمادی الأولی ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي ورورولۍ او د خلکو د ستونزو اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu