د خلکو استازي او فرهنګي شخصیتونه د ملي یووالي او سولې په ټینګښت کې له ارزښته ډک رول لري!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۲ - ۱۵:۳۲
mobta

دغه خبره د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي نن دوشنبې د روان لمریز کال د کب میاشتې پر ۱۲ مه نېټه په ولسي جرګه کې د تخار ولایت د خلکو له استازې آغلې حبیبې دانش او د ننګرهار ولایت د خلکو پخوانۍ استازې او فرهنګي شخصیت آغلې صفیه صدیقي سره د کتنې په ترڅ کې څرګنده کړه.

په یاده کتنه کې، چې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلی ډاکټر فریدون بارکزی او د سرحدي څېړنو مرستیال ښاغلی ډاکټر محمد آصف قاضي زاده هم حاضر و، دواړو خواوو په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت، نظام څخه د ملاتړ، د ملي یووالي په پیاوړتیا، فرهنګي او نورو د علاقې وړ موضوعګانو په اړه بحث او خبرې وکړې او په ګډو هلو ځلو یې ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

BACK TO NEWS

User account menu