د حکومتولۍ په برخه کې د یونما دفتر له مسؤل سره لیدنه!

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۱:۵۳
یوناما استازو سره ناسته

دوشنبه ۱۵/۲/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد د یونما دفتر د حکومتولۍ او سیاسي برخې له مسؤل الحاج حسن او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د دغې ناستې پرمهال د یونما دفتر استازي ښاغلي حسن د یادې مؤسیسې د کارونو کړنلاره روښانه کړه ویې ویل چې دوی د یاد سازمان د سیاسي برخې استازي دي او غواړي چې د وزارت له کاري استقامت سره سم دوه اړخیزه همغږۍ وکړي.   

د جرګو او قبایلو چارو مرستیال ښاغلي احمد راغلي پلاوي ته هرکلی وکړ، زیاته یې کړه: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د اسلامي امارت په کابینه کې د یوه مهم ملکي وزارت په توګه په مرکز او ولایتونو کې د حکومت او ملت د اړیکو د ټینګښت، ملي یووالي د استحکام او د خلکو د ستونزو د هواري په برخه کې کار کوي. نوموړي همدارنګه وویل چې یاد وزارت د افغانانو ترمنځ د څو لسیزو په اوږدو کې د رامنځته شویو شخړو د حل او د لرې پرتو او له خدمتونو بې برخې سیمو زده کوونکو ته د زده کړو چاپیریال برابروي او د حکومت او ولس ترمنځ د ارتباطي پُل دنده ترسره کوي. هغه له راغلي پلاوي څخه د ولسي ستونزو او زده کړو په برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه. 

د یونما د سیاسي دفتر استازي د وزارت کړنې د هیواد د راتلونکې لپاره ګټورې وبللې زیاته یې کړه چې دوی به د افغان ولس اولیه ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې پوره هڅه وکړي او له لوړ رتبه مسؤلینو او اړوندو څانګو سره به د نورې همغږۍ په موخه سلاومشورې وکړې. د دغې ناستې په وروستیو کې له وزارت سره د تعلیمي تکنالوژي په برخه کې د همکاري مؤسیسې مسؤل انعام الحق احساس هم د اسلامي امارت د چارواکو همکاري بې ساري وبلله، هیله یې څرګنده کړه چې د یونما دفتر او همکار ملګري دي یې، د ښوونې او روزنې په برخه کې د دغه وزارت همکاري وکړي ځکه چې دوی د ښوونیزو ودانیو ساختماني ستونزې له نږدې لیدلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتيا کې د ۴ کلنې بدي ترڅنګ سرپل، ننګرهار او غزني ولايت کې هم شخړې حل شوې

 

شنبه ۲۷ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په احمد آباد ولسوالي کې د څو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر هغه را پورته شوې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۲۴
Background image

په باميان او بلخ ولايت کې د جلاجلا شخړو حل

 

پنجشنبه ۲۵ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د بامیان ولایت مرکز اړوند د ملا غلام په سیمه کې د تاجک او هزاره قومونو د څو تنو ترمنځ رامنځته شوې شخړه، چې له امله یې یو تن ټپي شوی و، مسؤلينو د سیمې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۲۱
Background image

په خوست کې د دووکورنیو ترمنځ ۱۶ کلنه دوښمني په دوستۍ بدله شوه

 

سه شنبه، ۲۳ ذوالحجة ۱۴۴۷ هـ قـ

د خوست ولایت مرکز متون په خالصې کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۶ کلنه دوښمني، چې له امله یې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی و، د قومي مشرانو، علماوو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu