د جنوب ختیځ زون په کچه د اسلامي نظام او ملي یووالي استحکام ستره غونډه

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۴:۴۷
خبر


٢٩/٨/١٤٤٥ ھ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا په پکتیا ولایت کې د جنوب ختیځ زون په کچه د اسلامي نظام او ملي یووالي استحکام تر عنوان لاندي لویه ولسي غونډه تر سره شوه.

په یاده غونډه کې د یاد وزارت سرپرست الحاج ملا نور الله نوري، د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست مولوي عبد اللطیف منصور او د مهاجرینو، کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج مولوي محمد خلیل حقاني په شمول د وزارت معینانو، د اسلامي امارت مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او سلګونو نورو هېوادوالو ګډون کړی وو.

قومي مشرانو وویل: دا نظام داخلي مشروعیت لري، موږ د افغانستان د جنوب ختیځ زون په کچه ټول ولسونه د دې نظام همکاره یو، په دې نظام کې مو پت او عزت خوندي دی، دا نظام په ولس کې محبوبیت لري، قومي مشرانو د حکومت څخه د ځیني ځایي ستونزو د حل غوښتنه وکړه.


د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر الحاج مولوي عبداللطیف منصور د خبرو پر مهال وویل: زموږ سیاسي فضاء ازاده ده، جغرافیه مو خپلواکه ده، نظام مستقل او خپلواک دی، دا نظام یوازې د مجاهدینو نه دی، دا د دې ټولو خلکو نظام دی، چې قیادت یې د دیني علماوو په لاس کې ده، تاسې که هره غوښتنه لرئ، موږ یې په سر سترګو منو او تر وسه به یې د حل په برخه کې شریکوو.


د مهاجرینو، کډوالو او راستېدونکو چارو سرپرست وزیر  الحاج مولوي  محمد خلیل حقاني د غونډې پر مهال وینا وکړه او زیاته یې کړه:
دا هغه قومونه، ملتونه او اتلان دي چې په یوې پېړۍ کې یې دریو قوتونو ته ماته ورکړه،
دا خپلواکي د دې قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو د سرښندنو او قربانیو په برکت راغلې ده، موږ ستاسې خادمان یو، تر خپله وسه به ستاسو ټولو ستونزو ته رسېدنه کوو.

 په پای کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري په خپلو خبرو کې وویل: دا د شکر ځای ده چې یوازې د مشرانو سره د ملاقات لپاره او د قومونو د ستونزو اورېدلو لپاره راجمع شوي یو، ښاغلي نوري زیاته کړه: نن د ترکمن، هزاره، پښتون، تاجک او هر چا ته خپل حقوق ورکول کېږي، ځکه په اسلام کې توپیر نشته، برتري یوازې په تقوا ده، زموږ دا مکلفیت ده چې د اسلامي نظام پالنه وکړو او په ساتنه کې خپل مسؤلیت اداء کړو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۳۶
Background image

لوګر کې ۴۰ کلنه کورنۍ دښمني په روغه جوړه بدله شوه

 

شنبه ۲۷ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د ګمران سیمې دوو کورنیو ترمنځ هغه اوږدمهاله دښمني، چې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې په کوزه پښتونخوا کې د هجرت پر مهال رامنځته شوې وه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

په هلمند، بلخ او لغمان کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

 

شنبه ۲۷ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د هلمند ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په ګرمسير ولسوالي کې د قتل له وجې راپورته شوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۵
Background image

د هرات ولايت د تورغونډۍ بندر له چارو کتنه ترسره شوه

 

شنبه ۲۷ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت الله شجاع تېره ورځ د يوه ګډ هيئت په شتون کې د هرات ولايت تورغوندې بندر ته سفر وکړ او. . .

BACK TO NEWS

User account menu