د تفاهم او ملي پیوستون ائتلاف له خوا نن شنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومې پر ۱۳ مه نېټه په کابل کې د سولې او اوربند د ټینګښت په اړه غونډه جوړه شوه!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۹:۵۲
mobta

په دې غونډه کې د یاد ائتلاف مشرتابه، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم، د مدني ټولنو غړو، قومي مشرانو، ګڼ شمېر ښځو، ځوانانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د تفاهم او ملي پیوستون ائتلاف رئيس ښاغلي محمد عارف الکوزي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه د دغه ائتلاف د موخو او تشکیل په اړه یې چې ۱۸۰ ټولنیزسازمانونه او پنځه ګوندونه یې غړیتوب لري معلومات وړاندې کړل. په خپلو خبرو کې یې په اوربند او د سولې د ټینګښت په برخه په ګډ کار او هڅو ټینګار وکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم چې یادې غونډې ته وربلل شوی و، هم وینا وکړه وې ویل: د افغانستان اسلامي جمهوریت ټول ولس، ښځې، نارینه، ځوانان په ټوله کې د دې هېواد بېلابېل قشرونه باعزته سوله غواړي او د سولې لپاره لومړنی ګام اوربند بولي.

ښاغلي صمیم وویل: په دوحه کې د سولې دوهم پړاو خبرې پیلیږي زموږ غوښتنه او د افغان ولس غوښتنه داده، چې په اوربند تمرکز وشي بیا نو سولې ته رسیدلای شو او که دا ناولې جګړه او ویني تویدنه بنده نه شي موږ به دایمي سولې ته ونه رسیږو.

mobta

دغه راز یې د سولې په برخه کې د حکومت او افغان ولسمشر عملي هڅو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: پنځه زه طالب بندیان جلالتماب ولسمشر ازاد کړل او همدا راز ستاسو د مذاکراتو پلاوی د سولې خبرې پر مخ وړي دا سولې ته د دولت او ولسمشر پخه اراده او ژمنتیا ښيي.

موږ هغه سوله غواړو چې په هغې کې د خلکو عزت، شل کلنې لاسته راوړنې د خویندو او وروڼو حقوق، ملي ارزښتونه او ملي بنسټونه خوندي وي.

پر طالبانو یې غږ وکړ، چې وینه تویدنه بنده کړي، د ښوونې او روزنې مخه ونه نیسي، دا خلک پرېږدي چې د پرمختګ او انکشاف پر لور حرکت وکړي.

ښاغلي صمیم زیاته کړه د سولې کوم بهیر چې زموږ له خوا روان دی له نړیوالو موازینو او اصولو سره برابر دی تر دې مناسب انتخاب نه لرو.

د ولسمشر منطق او قدم اخیستل د سولې لپاره مناسب اقدام دی. هر تصمیم چې نیول کیږي د مسؤلیت په پام کې نیولو سره نیول کیږي، د سولې لپاره عملي کار او برنامه روانه ده د داسې سولې لپاره چې زموږ ټول ارزښتونه په کې خوندي شي نوموړي د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې رابېدار شي، غږ اوچت کړي ځکه چې ستاسو غږ، اراده، رول او پرېکړې ډېرې موثرې دي.

همدا راز نورو ګڼ شمېر ویناوالو هم د سولې، نظام په ارزښت او اړتیا هر اړخیزې خبرې وکړې د اوربند غوښتنه یې وکړه او د افغانستان له خلکو یې وغوښتل، چې له هر ډول توپیرونو پرته یو د بل ترڅنګ د تلپاتې سولې د تامین لپاره کار وکړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu