د ترورېستانو کړنه او لار د ملي شتمنیو چور
د ترورېستانو کړنه او لار د ملي شتمنیو چور، د وطن بربادي، ولسونه مهاجرت ته اړ کول او په ټوله کې د هر راز بدبختیو او تیاروو خپرول دي، دوی له انسانیته او اسلام څخه لیرې او د اسلام د مبارک دین خلاف کړنې تر سره کوي.
دښمن چې هر ځای او هره سیمه ونیسي هلته د ولسونو د انساني ژوند ټول شرایط له منځه وړي او وحشت خپروي، چې دا د وحشي دښمن د لوېدو او هلاکت نښه ده.
د دې قسم خوړلي او له انسانیته لیرې دښمن پر وړاندې د ولسونو کرکه خورا زیاته شوې او ډېر ژر به له هلاکت او سختې ماتې سره مخامخ شي لکه څنګه چې ورځ تر بلې ورسره مخامخ کېدونکي دي.
محب الله صمیم
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر