د بلخ له والي سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صیم بلخ ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې نن له غرمې مخکې د دغه ولایت له والي ښاغلي محمد فرهاد عظیمي سره وکتل.
په دې کتنه کې، ښاغلي محب الله صمیم بلخ ولایت ته د خپل سفر د موخو، له بېلابېلو اقشارو سره د لیدنو کتنو او په دې ولایت کې د یوې پراخې ولسي جرګې د جوړلو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې ښاغلي عظیمي د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي صمیم په مشرۍ پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په بېلابېلو برخو کې يې د همکاریو ډاډ ورکړ.