د بامیانو ولایت د وروستیو تروریستي پېښو ټپیانو د روغتیا پوښتنه وشوه!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۱۲:۲۸
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم او ورسره مل پلاوي نن له غرمې مخکې د شهید سردار محمد داوود خان روغتون کې د بامیانو ولایت د وروستیو تروریستي پېښو ټپیانو د روغتیا پوښتنه وکړه.

ښاغلي محب الله صمیم د خپلو خبرو پرمهال د یاد ولایت د تروریستي پېښو شهیدانو ته د لوی خدای ج له سپېڅلي دربار څخه د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا وکړه وې ویل: دا غم یوازې پرتاسو نه دی، موږ ټول په دې ویر کې درسره شریک یو، هیله مو داده، چې نورو مو په هېواد کې دغه شان پېښې له منځه ولاړې شي او د سولې فضا رامنځته شي.

په مقابل کې یادو ټپیانو د وزارت د مشرتابه له ملي احساس او خواخوږۍ څخه مننه وکړه.

د یادولو وړ دی، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مشرتابه د دغو ټپیانو سره یو اندازه نغدي مرسته هم وکړه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu