د امنیتي میثاق د تطبیق په اړه د شپږنیمو بجو په نننۍ غونډه کې
چې د ولسمشر د لومړي مرستیال په مشرۍ جوړیږي، د سرحدونو او قبایلو وزارت له مشرتابه څخه، چې د وزارت اړوند رحمان بابا لېسې د باندېنۍ برخې د چاپېریال پاک ساتلو په موخه یې پر وخت اقدام وکړ او د لېسې اړوند ساحه یې پاکه کړه مننه وشوه.
د وزارت مشرتابه ژمن دی، چې د دولت د مشرتابه او خپل ګران ولس سپارښتنې، چې هغه ګټورې او د چارو په سمون او اصلاح کې له موږ سره مرسته کوي عملي او په دې برخه کې به خپلې هلې ځلې ونه سپموي.
