د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د نشراتو نوی ټاکل شوی آمر معرفی شو
۱۴۴۴ صفرالمظفر ۱۴ مه
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چاور وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د نشراتو او خپرونو چارو آمریت لپاره نوی ټاکل شوی آمر د یاد ریاست ریئس ښاغلي حمدالله فطرت لخوا د ریاست کارکونکو ته وروپیژندل شو.
په دې اړه جوړې شوې غونډې ته ښاغلي حمدالله فطرت په خپلو خبرو کې وویل د چارو د سمون په موخه په ادارو کې ادلون بدلون یو اصل دى هیله یې څرګنده کړه چې له یو او بل په همکاري او مشوره پر مخ ولاړ شو او په ګډ کار سره خپلو اهدافو ته ورسیږو او چاري مو په ښه توګه او په وخت ترسره کړو .
ښاغلي شرافت الله شرافت ویاړ هم په خپلو خبرو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر له باور او اعتماد څخه مننه وکړه د چارو د ښه ترسره کولو ژمنه یې وکړه.