د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئيس د اجرااتو کلنۍ ارزونه تر سره شوه!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲ - ۱۰:۳۱
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي له خوا نن شنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې په لومړۍ نېټه په داسې حال کې، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د ارزونې کارپوه ښاغلی طاهر شاه بلال او د ارزونې عمومي مدیر ښاغلی قاري عبدالمقصود شعیب هم حاضر و، د اطلاعاتو او عامه اړیکو د رئيس ښاغلي عبدالوحید خاورې کلنۍ ارزیابي په بریالۍ توګه ترسره شوه.

د ارزونې په بهیر کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي بارکزي د نوموړي کارکړنې او فعالیتونه د ستاینې وړ وبلل، زیارګالنو ته یې په اشارې سره وویل: باید د هر دولتي کارکوونکي فعالیت ته په کتو سره د هغوی ارزیابي وشي، ترڅو په ادارو کې ښه نظم او چارې يې په اغېزمن ډول پرمخ لاړې شي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu